انصار: ( دلیندی ۲۷)، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) مشرې په غور کې د لرغوني جام منار پر لا زیاتې ساتنې ټینګار کړی دی.
د غور ولایت د رسنیو دفتر په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، پاتریشیا مک فیلپس غور ولایت ته په سفر کې له منار جام څخه لیدنه کړې ده.
نوموړې زياته کړې، يونيسکو هڅه کوي چې د منار جام د ساتنې لپاره لا زياتې مالي سرچينې برابرې کړي.
فیلپس زیاتوي، چې د هریرود د سیند له پاسه منار جام ته نیږدې به د سېلانیانو او خلکو د تګ راتګ لپاره یو پل هم جوړ شي.
د یادونې وړ ده چې د غور منار جام ۲۲ کاله وړاندې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې یونسکو لخوا د نړۍ په فرهنګي میراثونو کې ثبت شو.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال پرلپسې زلزلو، بارانونو او سېلابونو دغه جام زیانمن کړی و او فرهنګي فعالانو اندېښنې یې راپٍارولې وې.
دوی له فرهنګي بنسټونو په ځانګړې توګه یونسکو څخه غواړي چې د غور منار جام بیا رغاونې او ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي او دا تاریخي میراث له ویجاړېدو وژغوري.
غور د افغانستان هغه ولایت دی چې ګڼې تاریخي او د لیدو وړ سیمې لري. منار جام ددې ولایت یوه مهمه تاریخي ابده ده چې په ۱۱۹۴ کال کې د سلطان غیاث الدین غوري د واکمنۍ پر مهال د غور په شهرک ولسوالۍ کې جوړ شو.
د غور منار جام د ۸۳۰ کاله لرغونتوب لري او د لوړوالي په لحاظ د هند د ډهلي قطب منار څخه وروسته له خښتو جوړ د نړۍ دویم لوړ منار شمېرل کیږي. دغه منار د غور د مرکز فیروز وه په لویدیځ او د هرات ولایت ختیځ په ۲۱۵ کیلومترۍ کې د شهرک ولسوالۍ په جام دره کې جوړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د غور ولايت اوسېدونکو په وار، وار د بارانونو او سېلابونو له امله د دغه منار د ځينو برخو د ويجاړېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له چارواکو او نړيوالو بنسټونو څخه يې د ساتنې او بيارغونې غوښتنه کړې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34865